ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملي راډیو تلویزیون مشرتابه د لوګر د ملي راډیو تلویزیون له امریت څخه لیدنه وکړه

دافغانستان د ملي راډیو تلویزیون لوی رییس قاري محمد یوسف احمدي او مرستیال هدایت‌الله هدایت لوګر ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د ملي راډیو تلویزیون امریت له نشراتي، اداري او تخنیکي چارو څخه لیدنه وکړه.

د دې لیدنې پرمهال د افغانستان ملي راډیو تلویزیون لوی رییس لوګر کې د ملي راډیو تلویزیون امریت رسنيزې کړنې ستایلې او د دوی فعالیتونه یې د رسنیز پیغام د رسولو په برخه کې مهم بللي دي.

 ښاغلي احمدي د دې بنسټ د لا پیاوړتیا لپاره د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې هڅه به کوي څو د لوګر ملي راډیو تلویزیون ته یوه معیاري، مجهزه او د اړتیا وړ ودانۍ جوړه کړي، تر څو دا اداره وکولی شي لا موثر، اغېزناک او مسلکي خدمات وړاندې کړي.

د لیدنې په پای کې، د لوګر د ملي راډیو تلویزیون مسولینو د ملي مشرتابه له دغه سفره مننه کړې او دا یې د محلي رسنیز فعالیت لپاره یوه ارزښتناکه پاملرنه بللې ده.