د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د ایران رسمي سفر په لړ کې، چې څو ورځې به دوام ولري، د تهران د بقیةالله روغتون او اړونده طبی پوهنتون څخه لیدنه وکړه.
د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د دې د لیدنې پر مهال، ښاغلي وزیر د یاد روغتون او پوهنتون له مسولینو سره د روغتیایي تجربو په شریکولو، د افغان روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او ګن شمېر نورو اړینو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
دغهراز د یادو بنسټونو مسولینو، مولوي نور جلال جلالي ته ډاډ ورکړی، چې د لنډمهالو او اوږدمهالو روزنیزو برنامو له لارې به د افغان روغتیايي پرسونل ملاتړ ته دوام ورکړي، څو د تجربو شریکولو او روزنې له لارې د دوی تخصصي مهارتونه لا پیاوړي شي.
د عامې روغتیا وزارت، هڅه کوي په کور دننه او بهر د روغتیايي کارکوونکو د روزنې لپاره منسجمې برنامې رامنځته کړي او په هېواد کې د شته تخصصي برخو پراختیا ته زمینه برابره کړي.