ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

برېتانیا او یو شمېر نورو هېوادونو د اسرائیلي رژیم پر دوو افراطي وزیرانو بندیزونه لګولي

برېتانیا، اسټرالیا، کاناډا، ناروې او نیوزیلنډ د اسرائیلو د امنیت پر وزیر ایتامار بن‌ګویر او د مالیې پر وزیر بزلل اسموتریچ د فلسطینیانو پر وړاندې د پاروونکو څرګندونو له امله بندیزونه لګولي دي.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ لامي ویلي، چې د اسرائیلو د مالیې او امنیت وزیرانو د فلسطینیانو پر ضد د بشر حقونو ضد خطرناکې سرغړونې کړې او تاوتریخوالي ته یې هڅونې کړې دي.

په دې بندیزونو کې د سفر ممنوعیت او د هغوی د شتمنیو کنګل کول شامل دي.

اسرائیلي چارواکو دا ګام «شرم‌ناک» بللی او ګواښ یې کړی، چې پر وړاندې به یې ځوابي اقدام وکړي.