ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په امریکا کې د لاریونونو دوام؛ د کلفورنیا والي د ټرمپ اقدامات پر ولسواکۍ برید ګڼلی

د امريکا د کاليفورنيا ايالت په لاس‌انجلس ښار کې د لاريونونو له دوام سره پنټاګون منلې، چې د ټرمپ په امر یې ۷۰۰ سمندري او ۴ زره د ملي ګارد سرتېري دغه ښار ته استولي‌ دي.

د ټرمپ له دې اقدام سره د کلفورنیا والي ګوین نیوسام مخالفت ښودلی او ویلي یې دي، چې دا پر ولسواکۍ برید دی.

نوموړي زیاته کړې، دا د برحاله ولسمشر له لوري ښکاره له واک څخه ناسمه ګټه اخیستنه ده. زموږ خلک، ملي ګارد او سرتېري یې له ګواښ سره مخ کړل.

د کلفورنیا والي ویلي، ټرمپ بیا د تاوتریخوالي زیاتوالی غوره کړ، د عامه خوندیتوب پر ځای یې ډراماتیک چلند ته لومړیتوب ورکړ… ولسواکي تر برید لاندې ده.

لاس انجلس ته د سمندري او ملي ګارډ د سرتېرو له استولو وروسته لاریونونو زور اخیستی او څو نورو ښارونو ته هم پراخه شوي دي.

د راپورونو له مخې، د دې لاریونونو لړۍ نیویارک او شیکاګو ته هم غځېدلې ده.

د لاس انجلس په ځینو سمیو کې د تاوتریخوالي او چور له امله ګرځبندیز هم اعلان شوی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، ډله‌ییزې نیونې پيل شوې او یوازې پرون سې‌شنبه ۱۹۷ کسان نیول شوي دي.

له بل لوري د لاس انجلس ښاروال له ټرمپ غوښتي، چې د کډوالۍ او ګمرکاتو ادارې (ICE) عملیات دې ودروي او امنیتي ځواکونه دې له ښاره وباسي.

په لاس انجلس کې دا لاریونونه د کډوالۍ اړوند د ټرمپ د پالیسیو پر ضد پیل شوي، چې پر پینځمه ورځ یې لا زور پسې اخیستی دی.