د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د تاشکند پانګونې په څلورم نړیوال فورم کې له اسلامي امارت سره په رغنده تعامل ټینګار کړی.
د اوزبیکستان ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي میرضیایف ویلي، تر بل هر وخت زیاته اړتیا ده، چې په نړیواله کچه له اسلامي امارت سره تعامل وکړو.
نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان اقتصادي وده د سیمې د تلپاتې ثبات لامل کېږي.
له دې وړاندې د ترکمنستان ولسمشر سردار بردي محمدوف د مرکزي اسیا–اېټالیا په لومړۍ غونډه کې ویلي وو، چې د افغانستان ثبات د نړۍ په ګټه دی.
ښاغلي محمدوف زیاته کړې، چې د سیمې د امنیت په برخه کې د افغانستان وضعیت له پامه نشي لوېدلی او هېواد یې له اسلامي امارت سره د نړیوالو د خبرو اترو د دوام پر اهمیت ټینګار کوي.