ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسرائیلي اشغالګرو په تازه بریدونو کې ۳۶ فلسطینیان شهیدان شوي

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، پر غزه د اسرائیلي اشغالګرو په تازه بریدونو کې ۳۶ فلسطینیان شهیدان او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

په قربانیانو کې ۳۱ هغه فلسطینیان دي، چې د مرستو تر لاسه کولو لپاره راغونډ شوي وو.

د غزې د ملکي دفاع اداره وايي، اسرائیلي یرغلګرو نن سهار په مرکزي غزه کې مرستو ته پر راټولو شویو فلسطینیان برید کړی، چې ۳۱ کسان پکې شهیدان شوي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې برید کې شاوخوا ۲۰۰ نور کسان ټپیان شوي دي.

دغه بریدونه داسې مهال کېږي، چې په غزه کې روان بشري ناورین ورځ تر بلې زیاتېږي او خلک د قحطۍ له جدي ګواښ سره مخ کېږي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۵۴ زره او ۹۸۱ فلسطینیان شهیدان او ۱۲۶ زره او ۹۲۰ نور ټپیان شوي دي.