ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

امریکا په منځني ختیځ کې د خپلو کارکوونکو شمېر کموي

د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته، واشنګټن پرېکړه کړې چې په منځني ختیځ کې د خپلو کارکوونکو شمېر کم کړي.

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ اعلان وکړ، چې په منځني ختیځ کې د امنیتي ګواښونو زیاتېدو له امله د خپلو کارکوونکو شمېر کموي.

نوموړي ټینګار کړی، چې دا سیمه ښايي خطرناکه شي او امریکا به هېڅکله ایران ته اجازه ورنه کړي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي.

د روېټرز د راپور پر بنسټ، امریکا د عراق له سفارته د پرسونل جزوي ایستلو ته چمتووالی نیسي او خپلو پوځي انحصار کوونکو ته به اجازه ورکړي چې په سیمه کې د امنیتي خطرونو د زیاتوالي له امله د منځني ختیځ شاوخوا ځایونه پریږدي.

دغه‌راز سرچینو نه دي ویلي، چې کوم امنیتي ګواښ د تخلیې د پرېکړې لامل شوی، خو د دې راپورونو له خپرېدو سره سم د تېلو بیې له ۴ سلنې ډېرې لوړ شوې دي.

د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې زیات شو، چې دواړو هېوادونو ګواښ وکړ، که اټومي مذاکرات ناکام شول نظامي اقدام به کوي.