ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزیر په تهران کې د تخصص دورې له افغان زده کړیالانو سره لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د ایران په پلازمېنه تهران کې له هغو افغان متخصصینو سره لیدنه وکړه، چې دا مهال د فوق تخصصي پروګرامونو په برخه کې زده‌کړې کوي.

په دې لیدنه کې ښاغلي وزیر د یادو متخصصینو وړاندیزونه او ستونزې له نږدې واورېدې او هغوی ته یې د اسانتیاوو د رامنځته کولو او ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

ښاغلي وزیر یادو متخصصینو ته د ډاډ تر څنګ ویلي، افغانانو ته د مسلکي او تخصصي ظرفیتونو اړتیا شته او وزارت به هڅه وکړي، چې له تحصیلي دورې تر فراغت وروسته، دوی ته د دولتي روغتیايي سکټور په چوکاټ کې د خدمت کولو زمینه برابره کړي.

نوموړي زیاته کړې، افغان متخصصین به وکولی شي له خپلو نويو زده‌کړو څخه د هېواد د روغتیايي خدمتونو د ښه‌والي لپاره ګټه واخلي او خپلې تجربې له نورو سره شریکې کړي.