ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان اسلامي امارت د اسرائیلو له لوري پر ایران تر سره شوي بریدونه په کلکه وغندل

 د افغانستان اسلامي امارت د اسراییلي صهیونیستي رژیم له‌خوا د ایران پر خاوره وروستي بریدونه، او د دغه هېواد د پوځي قوماندانانو او اټومي ساینسپوهانو وژل په کلکه غندلي دي.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد دغه بریدونه د نړیوالو حقوقو له اساسي اصولو، په ځانګړي ډول د هېوادونو له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه څرګنده سرغړونه بللې ده.

نوموړي زیاته کړې، دغه بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د فلسطین مظلوم ولس، په ځانګړې توګه د غزې اوسېدونکي، لا هم د بې‌درېغه او فاجعه‌بارو بریدونو تر ګواښ لاندې دي.

ښاغلي مجاهد ویلي، اسلامي امارت له ټولو اړخونو غواړي، چې د سیمې د سولې او ثبات د ساتنې دنده په مسولانه توګه ترسره کړي، دې مسلې ته جدي رسیدنه وکړي او اجازه ورنه کړي چې په سیمه کې لا زیاته بې‌ثباتي او ناامني رامنځته شي.