ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پر ایران د اسرائیلو برید ته نړېوال غبرګونونه؛ نړۍ اندېښمنه او ایران د غچ اخیستنې هوډ لري

د الجزیرې د راپور له مخې، د اسرائیلو پوځ وایي، چې د ایران پر ضد یې د بریدونو لړۍ پیل کړې، چې په ترڅ کې یې د ایران مهم تاسیسات بمبار کړي او د دغه هېواد لوړپوړي پوځي مشران او اټومي ساینس‌پوهان یې وژلي دي.

راپور کې راغلي، بېګانیو عملیاتو کې شاوخوا ۲۰۰ جېټ الوتکو ایران خاوره کې ۱۰۰ ځایونه بمبارد کړي.

همدې بریدونو د ایران ستر مذهبي مشر، آیت‌الله علي خامنه‌ای په غوسه کړی او اسرائیلو ته خبرداری ورکړی، چې غچ اخیستنه حتمي او اسرائیل دې سخت دردوونکي ځواب ته په تمه شي.
بل‌خوا د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، چې دغه پوځي عملیات به تر هغه دوام ومومي، څو چې اړتیا وي.

په ورته مهال نړۍ د ایران دغې پېښې ته بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي.

د افغانستان اسلامي امارت د اسرائیلو له لوري پر ایران تر سره شوي بریدونه په کلکه غندلي

 د افغانستان اسلامي امارت د اسراییلي صهیونیستي رژیم له‌خوا د ایران پر خاوره وروستي بریدونه، او د دغه هېواد د پوځي قوماندانانو او اټومي ساینسپوهانو وژل په کلکه غندلي دي.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد دغه بریدونه د نړیوالو حقوقو له اساسي اصولو، په ځانګړي ډول د هېوادونو له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه څرګنده سرغړونه بللې ده.

نوموړي زیاته کړې، دغه بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د فلسطین مظلوم ولس، په ځانګړې توګه د غزې اوسېدونکي، لا هم د بې‌درېغه او فاجعه‌بارو بریدونو تر ګواښ لاندې دي.

ښاغلي مجاهد ویلي، اسلامي امارت له ټولو اړخونو غواړي، چې د سیمې د سولې او ثبات د ساتنې دنده په مسولانه توګه ترسره کړي، دې مسلې ته جدي رسیدنه وکړي او اجازه ورنه کړي چې په سیمه کې لا زیاته بې‌ثباتي او ناامني رامنځته شي.

ملګري ملتونه:
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د سیمې له ټولو خواوو غوښتي، چې «تر ټولو ډېر زغم» وښيي، ترڅو د لا ژورې شخړې مخه ونیول شي.

د ګوترش ویاند فرحان حق ویلي:«سرمنشي د منځني ختیځ هر ډول پوځي تاوتریخوالی غندي. هغه په ځانګړي ډول د اسرائیلو له خوا د ایران پر اټومي تأسیساتو بریدونو اندېښمن کړی، په داسې حال کې چې د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې روانې دي».

عمان:

عمان، چې په تېرو میاشتو کې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي موضوع اړوند خبرو اترو منځګړيتوب کړی، د اسراییلو بریدونه ” د تاوتریخوالي خطرناک او بې پروا زیاتوالی ” بللی، چې “د نړیوالو قوانینو له اصولو څخه ښکاره سرغړونه ده”.

د عمان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: “دا یو نه‌منل کېدونکی او دوامداره یرغل‌ګر چلند دی، چې د سیمې د ثبات بنسټونه کمزوري کوي.”

اعلامیه کې زیاتوي: ” اسرائیل د دې کړکېچ او پایلو مسوول دی.”

متحده ایالات:

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې اسرائیل په یوازې سر د ایران پر وړاندې اقدام کړی او واشنګټن ته یې مشوره ورکړې وه، چې دا بریدونه د خپلې دفاع لپاره ضروري بولي.

ښاغلي روبیو، چې څرګندونې یې د سپینې ماڼۍ له‌خوا خپرې شوې، زیاته کړې: “موږ د ایران پر ضد په بریدونو کې ښکېل نه یو، او زموږ تر ټولو مهمه لومړیتوب سیمې کې د امریکايي سرتېرو خوندیتوب دی.”
نوموړي ټینګار کړی: “زه واضح وایم، ایران باید د امریکا پر ګټو یا پر وګړو برید ونه کړي.”

سعودي عربستان:

سعودي عربستان د اسرائيلو له لوري د اسلامي جمهوريت ايران پر خاوره وروستي بريدونه وغندل.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې چې پر خپره شوې ویلي:” د سعودي عربستان د اسرائيلو له لوري د اسلامي جمهوريت ايران پر ضد فجيع او وحشيانه بریدونه په کلکه غندي او محکوموي یې”.

وزارت زياته کړې، چې دا وحشیانه برید د ایران د ملي حاکمیت ښکاره نقض او له نړیوالو قوانینو او اصولو ښکاره سرغړونه ده.

په اعلامیه کې همداراز د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتنه شوې، چې د اسرائيلو له تکراري یرغلونو سره ژر تر ژره مقابله وکړي او دغه بریدونه دې بند کړي.

قطر:

قطر د ایران پر خاوره د اسراییلو بریدونه په کلکه غندلي

د قطر دولت د “خطرناکې ترینګلتیا” له امله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې “د اسراییلو دا سرغړونې سمدستي ودروي”.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: »د قطر دولت، ایران پر خاوره د اسراییلو برید په کلکه غندي، دا بریدونه د ایران د حاکمیت او امنیت ښکاره نقض او له نړیوالو قوانینو او اصولو څرګنده سرغړونه ګڼل کېږي».

انګلستان:
د برتانیا لومړي وزیر کیر سټارمرویلي، چې د اسراییلو له‌خوا پر ایران بریدونه د اندېښنې وړ دي او ټول اړخونه باید له تاوتریخوالي لاس واخلي او ترینګلتیا کمه کړي.

نوموړي زیاته کړې: “په منځني ختیځ کې ثبات باید لومړیتوب وي. موږ له خپلو شریکانو سره د وضعیت د ارامولو لپاره همغږي کوو. اوس د زغم، آرامۍ او ډیپلوماسۍ وخت دی.”

پاکستان:

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر ایران د اسرائیلو صهیونیستي رژیم بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.

د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي: «د اسرائیلو نظامي بریدونه د ایران د حاکمیت او اراضي بشپړ نقض او په ښکاره ډول د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو اصولو سره په ټکر کې دي».

همدا راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا بریدونه د سیمې د امنیت او ثبات لپاره ستر ګواښ بللي دي.

نیوزیلنډ:
د نیوزیلنډ لومړي وزیر کریستوفر لوکسون ویلي، چې دغه بریدونه په سیمه کې «یو ناوړه پرمختګ» دی.

نوموړي زیاته کړې: “د ناسمې محاسبې خطر ډېر لوړ دی. دغه سیمه نور پوځي اقدام او له هغه سره تړلي خطرونه نه زغمي.”

جاپان:
د جاپان د بهرنیو چارو وزیر تاکېشي ایوایا ویلي، چې د امریکا او ایران تر منځ د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو پر مهال د پوځي ځواک کارول “د ژورې خواشینۍ وړ” دي.

نوموړي زیاته کړې: “حکومت یې دا اقدام چې وضعیت لا پسې ترینګلی کوي، په کلکه غندي.”

ترکیه:

»دا برید په کلکو ټکیو غندو ټول تیري کوونکي اقدامات باید ودرول شي کنه ممکنه ده چې پراخو نښتو ته په سیمه کې زمینه برابره کړي«.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیر پني وانګ:

»اسټرالیا د ایران او اسراییل ترمنځ د شخړو زیاتېدو ته اندېښمنه ده. دا وضعیت کولی شي دا سیمه چې مخکې هم وضعیت پکې ترینګلی دی، نور بې ثباته کړي. د اسټرالیا حکومت له ټولو خواوو غواړي چې له تاوتریخوالي راپارونکو خبرو او کړنو ډډه وکړي. موږ ټول پوهېږو چې د ایران اټومي او د بالستیک توغندیو پروګرام نړیوالې سولې او امنیت ته ګواښ دی، او له ټولو خواوو غواړو چې خبرو او ډیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکړي.«

فرانسه:

»پاریس د اسراییل له لورې پر ایران له برید وروسته د زغم غوښتنه وکړه خو ویې ویل چې اسراییل حق لري چې د ټولو بریدونو په وړاندې له ځانه دفاع وکړي او پاریس په مکرر ډول د ایران د اټومي پروګرام په اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړې دي«.

چین:

» پیکنګ په یوه بیان کې پر ایران د اسراییل بریدونو ته ژوره اندیښنه څرګنده کړې او دا حمله یې د ایران د حاکمیت نقض وباله.«

د اسرائیلو صهیونیستي رژیم نن سهار (جمعه، د غبرګولي ۲۳مه) د ایران په پلازمېنه تهران او یو شمېر نورو ښارونو کې پر مهمو او حساسو اهدافو هوایي بریدونه کړي دي.

د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې د ایران د سپاه پاسداران عمومي قوماندانۍ، اټومي تأسیسات، د وسلو جوړولو فابریکې او د ملکي وګړو د استوګنې یو شمېر ودانۍ په نښه شوې دي.

د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې، په دغو بریدونو کې د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد باقري، د سپاه پاسداران عمومي قوماندان حسین سلامي، د خاتم الانبیاء قرارګاه قوماندان غلامعلي رشید، د سپاه پاسداران د هوایي ځواکونو قومندان امیر علي حاجي‌زاده، د اټومي انرژۍ شپږ ساینس‌پوهان او یو شمېر نور چارواکي وژل شوې دي.