د افغاني سرې میاشتې ټولنې لوی رییس شیخ شهابالدین دلاور پنجشېر ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د سرې میاشتې له ټولنې څخه لیدنه کړې ده.
ښاغلي دلاور په دې سفر کې ۲ میلیونه او ۳۳۴ زره نغدي پیسې د دوو ربعو( شپږو میاشتو) لپاره په دې ولایت کې ۸۰ کورنیو ته وېشلې دي.
شیخ شهابالدین دلاور په خپلو خبرو کې د افغاني سرې میاشتې ټولنه د بېسرپناه هېوادوالو، بې سرپرسته کونډو، یتیمانو او اړمنو خلکو ملاتړ ته ژمنه بللې او د دا ډول مرستو د دوامداره کېدو ډاډ یې ورکړی.
همدا راز نوموړي ژمنه کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به یادو کورنیو ته د خوراکي او غیرې خوراکي توکو وېش هم وشي.