ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د شاوخوا ۱۰۰ زره مېرمنو حقونو ته رسېدنه شوې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسولین وايي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې یې د شاوخوا ۱۰۰ زره مېرمنو حقونو ته رسېدنه کړې ده.

دوی زیاتوي، چې په دې موده کې یې لسګونه زره شکایتونه ثبت کړي او شاوخوا ۲۵ زره ته یې رسېدنه کړې ده. دغه‌راز په تېرو درېیو کلونو کې شاوخوا دوه زره کوډګر او جادوګر هم نیول شوي دي.

د هېواد یو شمېر اوسېدونکي د ټولنې د اصلاح په موخه د یاد وزارت له کړنو، فعالیتونو او لاسته راوړنو خوښ دي.

د یاد وزارت مسولین ټینګار کوي، چې اسلامي امارت د ټولو هېوادوالو حقونو ته ژمن دی او د ټولنې د اصلاح په موخه دا وزارت هڅه کوي، چې خپل فعالیتونه لا ګړندي کړي.