ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې وزارت: په تېرو درېیو کلونو کې پر ۶۳۰ هکټاره ځمکه د پستې، بادامو، جلغوزیو او غوزانو ځنګلونه جوړ شوي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسولین وايي، چې په تېرو درېیو کلونو کې یې پر ۶۳۰ هکټاره ځمکه د پستې، بادامو، جلغوزیو او غوزانو ځنکلونه جوړکړي دي.

دوی زیاتوي، چې د ځنګلونو د پراختیا په موخه یې څه باندې دوه میلیونه نیالګي کېنولي، چې ۶۳۰ هغه یې ګټور دي.

د مسولینو په وینا، د ځنګلونو د ساتنې په موخه په ځنګلي سیمو کې له کورنیو چارو وزارت سره په ګډه ۱۲۰۰ کسیزه قطعه جوړه شوې او د سیمې له خلکو سره د ځنګلونو ساتنې ټولنې رامنځته شوې دي.

د کرنې برخې کارپوهان بیا د حکومت له لوري د طبیعي ځنګلونو جوړول د طبیعت د پاک ساتلو او ودې لپاره مهم ګام بولي.

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د نورو برخو تر څنګ د ځنګلونو ساتنې ته هم پاملرنه زیاته شوې، تر څو هېواد مو زرغون او ښکلی طبیعت ولري.

په تېرو وختونو کې د افغانستان ځنګلونه په ځانګړي ډول د کونړ نښتر د خلکو او زورواکو له لوري وهل کېدل او په ناقانونه ډول قاچاق کېدل، چې د اسلامي امارت په راتګ سره یې مخه نیول شوې ده.