د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ایران ته د رسمي سفر په ترڅ کې د ماشومانو ناروغیو درملنې طبي مرکز (مرکز طبي کودکان) او حکیم د ماشومانو ناروغیو درملنې روغتون له مسولینو سره په دوو جلا غونډو کې کتلي.
په دې لیدنو کې پر بېلا بېلو برخو (د هډوکو د مغز ټرانسپلانټ، نفرولوژي، زړه اویو شمېر نورو فوق تخصص برخو) کې د افغان روغتیايي کارکوونکو د روزلو او په افغانستان کې د ماشومانو د ناروغیو درملنې له دولتي روغتونونو سره د دوه اړخیزو همکاریو په موخه د هوکړه لیک په اړه بحث او خبرې شوې دي.
د یادو روغتونونو مسولینو په ذکر شویو برخو کې د افغان روغتیايي کارکوونکو د روزلو او په افغانستان کې د ماشومانو د ناروغیو درملنې له دولتي روغتونونو سره د هوکړه لیک د ژمنتیا ډاډ ورکړی.
د دې هوکړې له مخې به په بېلا بېلو برخو کې تجربې شریکې او د دوه اړخیزو همکاریو لاره پرانیستل شي.