په اسرائیلو کې د امریکا سفیر مایک هاکبي د ایران د بریدونو په تړاو ویلي، چې په اسرائیلو کې یوه سخته شپه تېره شوه.
نوموړي زیاته کړې، چې د ایران د بریدونو پر مهال پینځه ځلې پټنځای ته په تګ مجبوره شوی دی.
ایران تېره شپه پر اسرائیلو نږدې ۳۰۰ توغندي توغولي.
ایران د اسرائیلي رژیم د بریدونو په غبرګون کې توغندیز بریدونه پیل کړي.
ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې په دغو بریدونو کې د اسرائیلو اټومي څېړنیز مرکز هم په نښه شوی دی.
صهیونیستي رژیم پرون سهار د ایران پر بېلابېلو سیمو په ځانګړي ډول پلازمېنه تهران بریدونه پيل کړل.
په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په شمول ۷۸ کسانو ژوند بایللی او ۳۲۰ نور ټپيان شوي دي.