ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پنجشیر کې د څه باندې ۱۲۰ پراختیايي پروژو چارې روانې دي

د پنجشیر د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د څه باندې ۱۲۰ پراختیایي پروژو چارې روانې دي.

دا پروژې چې د نړیوال بانک له لوري تمویلېږي د یاد ولایت په مرکز او ۷ ولسوالیو کې پلې کیږي.

په دې پروژو کې استنادي دیوالونه، د اوبو شبکې، کانالونه، کلیوالي سړکونو جوړول او ګبینونه شامل دي.

د پنجشیر والي حافظ محمد اغا حکیم ویلي، چې سیمه‌ییزه اداره په پوره جدیت او ژمنتیا د عامه هوساینې او متوازنې پراختیا لپاره هڅې کوي او له همکارو بنسټونو سره په همغږۍ ګټورې پروژې جذب او پلې کوي.

په دې پروژو کې زرګونه ځايي اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.