د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران وایي، چې د لوی اختر په شپو ورځو کې شاوخوا ۲.۵ میلیونه کورنیو سیلانیانو له بېلابېلو ولایتونو څخه لیدنه کړې ده.
نوموړی زیاتوي، چې په هېواد کې د بشپړ او سراسري امنیت له امله ګڼو سیلانیانو د هېواد د ښکلاوو د لیدنې په موخه بېلابېلو سیمو ته سفرونه کړي دي.
د ښاغلي غفران په وینا، ډېری سیلانیانو له پکتیا، نورستان، کونړ لغمان او غزني ولایتونو څخه لیدنې کړې دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند ډاډ ورکوي، چې په راتلونکو کلونو کې به په سیاحتي او تفریحي سیمو کې کورنیو او بهرنیو سیلاینانو ته لا غوره خدمات وړاندې کړي.