د پنجشېر ولایت ویاند سیفالدین لټون وايي؛ د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ له لارې د پنجشېر او د ډيورند فرضي کرښې ترمنځ د ستراتیژیک سړک د جوړولو چارې بشپړې شوې دي، چې له دې سره بدخشان ولایت په لومړي ځل له چترال سره ونښلول شو.
نوموړی زیاتوي؛ دا سړک چې اوږدوالی یې ۱۹۴ کیلومتره او سور یې لس متره دی، د افغانستان له هغو سختو غرنیو سړکونو څخه شمېرل کېده، چې اوس د اسلامي امارت او د ملي دفاع وزارت د فوقالعاده لوا د پرلهپسې هڅو په پایله کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم د دې سړک د جوړېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي؛ اسلامي امارت ژمن دی، چې د ستراتیژیکو سړکونو په جوړولو سره پنجشېر له اقتصادي انزوا را وباسي او د سیمې د راکړې ورکړې په یوه څلورلارې یې بدل کړي.
د ویلو ده، چې د دې سړک له لارې پنجشېر له نورستان، تخار، بدخشان او په پای کې له چترال سیمې سره وصل شوی دی.