ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

روسیه کې د اسلامي امارت فرهنګي اتشې د ګرځندوی په پینځم نړیوال فورم کې ګډون کړی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي؛ په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت کې د دې وزارت فرهنګي اتشې فضل الهادي حمزه د روسیې فدراسیون د ملي اقتصاد د لاسته راوړنو په نندارتون کې د توریزم په پینځم نړیوال فورم کې ګډون کړی دی.

 یاد نړیوال فورم د ګرځندوی (توریزم) صنعت لپاره د روان کال یو له مهمو فورمونو څخه دی، چې حکومت، سوداګر، متخصصین او سیاحین په یوه پلاټفورم کې سره یوځای کوي.

دا فورم د روسکانګرېس بنسټ لخوا د روسیې فدراسیون د اقتصادي پراختیا وزارت سره یوځای د روسیې فدراسیون د حکومت او د مسکو د ګرځندوی کمېټې په ملاتړ تنظیم شوی و.

 په دې ګرځندوی فورم کې د سیاحت، ټکنالوژۍ او شته ننګونو په اړه اړین بحثونه شوي، چې د روسیې فدراسیون له ۸۵ څخه د زیاتو سیمو استازي او د بهرنیو هېوادونو پلاوي پکې شامل و.

یاد وزارت زیاتوي؛ د یاد فورم په ترڅ کې د ګرځندوی اړوند مهم مسایل مطرح شوي، چې د حل د لارو چارو ترڅنګ، د موضوع اړوند د ګډونوالو ترمنځ د اوږدې ملګرتیا او څو اړخیزه همکاریو په اړه وړاندیزونه او هوکړې شوې دي.

 د دې وزارت په وینا؛ د ګرځندوی فورم په څنډه کې ښاغلي حمزه د روسيې د ګرځندوی ادارو استازو، بهرنيو ډيپلوماتانو او د بهرنیو کلتوري ادارو له استازو سره د افغانستان او نړۍ په روانو حالاتو د بحث ترڅنګ د دوه اړخيزه ګرځندوی او کلتوري اړيکو پر رامنځته کېدو خبرې کړې دي.