د افغانستان اسلامي امارت د کابینې ۲۲مه غونډه د رییس الوزرا ملا محمدحسن اخوند په مشرۍ نن دوشنبه د ۱۴۴۶ هـ ق کال د ذوالحجې میاشتې په ۱۹مه نېټه تر سره شوه.
غونډه کې د هېواد په مهمو اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي مسایلو بحث او پریکړې وشوې.
غونډه کې د سیندونو د حریم، سرسبزۍ او دې سیمو ته د ورتلونکو سېلانیانو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو اړوند بحث ترسره شو، چې ټاکلي پلاوي ته دنده وسپارل شوه؛ ترڅو اړوند ادارات مکلف کړي چې خپله برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې د کابینې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او پرېکړو وروسته د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.