د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تېره ورځ د ۱۴۰۲ کال کانکور پایلو د اعلان په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال په دې مراسمو کې د ازموینو ملي کمېټې او اړوندو ادارو څخه د ۱۴۰۲ کال د کانکور ازموینې د بریالي ترسره کېدو په موخه مننه کړې او د لوړو نومرو اخیستونکو ګډونوالو او د هغوی کورنیو ته یې مبارکي ویلې ده.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې سږکال شل زره کسان د کانکور ازموینې د ګډونوالو په شمېر ور زیات شوي او د مخکینیو کلونو برعکس هیڅ ګډونوال بې برخلیکه نه دی پاتې او د ټول تحصیلي مراجعو ته معرفي شوي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ د نورو هغو هېوادونو برعکس چې تعلیمي او تحصیلي خدمات پکې د دولتونو له لوري وړیا برابرېږي، په افغانستان کې اسلامي امارت زده کوونکو ته د لیلیې په شمول ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
ښاغلي حنفي ټینګار کړی، چې دا هېواد د پردیو په لاس نه جوړېږي او که ابادېدلی، نو د څو ځله اشغال په جریان کې به اوس افغانستان یو اباد او پرمختللی هیواد و.
پر دې بنا باید موږ په خپله د هېواد د ابادي او پرمختګ کوښښ وکړو.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ځوانانو ته سپارښتنه کړې، چې له هېواده بهر د کډوالۍ لپاره یې قاچاقبران او ناسمې استفادې والا تېر نه باسي او خپل درس او تحصیل دې وکړي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت ، د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره، خصوصي سکټور او نورې ادارې د مسلکي زده کړو او همدارنګه خلکو او په ځانګړي ډول ځوانانو ته د کار زمینه برابروي.