د افغانستان اسلامي امارت یو لوړپوړی پلاوی د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري په مشرۍ، د اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو چارواکو، د سوداګرۍ خونې غړي او ځینو پانګوالو په ملتیا، نن د روسیې سنتپترزبورګ ښار ته د روسیې ۲۰۲۵ اقتصادي نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه سفر کړی.
په دغه رسمي سفر کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد، د اقتصاد وزارت تخنیکي مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مهمند او یو شمېر نور افغان سوداګر او پانګوال ګډون لري، چې د افغانستان په استازیتوب په دې نړیوال کنفرانس کې برخه اخلي.
یاد کنفرانس چې د جون له ۱۸مې تر ۲۱مې پورې د روسیې په سنتپترزبورګ ښار کې ترسره کېږي، د نړۍ له تر ټولو مهمو اقتصادي ناستو څخه شمېرل کېږي، چې د ۱۴۰ څخه زیاتو هېوادونو استازي پکې برخه لري.
د کنفرانس عمده موضوعات اقتصادي بحثونه، چاپېریال، کرنه، سوداګري، صنعت، پانګونه او د تجربو تبادله ده.
تمه ده چې مولوي عطاالله عمري په دغه کنفرانس کې وینا وکړي او د افغانستان لیدلوري د کرنې او اقتصادي پرمختګ په برخو کې له نړیوالو ګډونوالو سره شریک کړي.
د افغانستان فعاله ونډه په دې کنفرانس کې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د نړیوالو همکاریو د جذب لپاره، په ځانګړي ډول د کرنې، سوداګرۍ، صنعت او پانګونې په برخو کې یو مهم ګام بلل کېږي.