ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په اسرائیلو کې د چین سفارت له خپلو اتباعو غوښتي چې ژر تر ژره له دې هېواده ووځي

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، په اسرائیلو کې د چین سفارت په یوه بیړنۍ خبرتیا کې له خپلو اتباعو غوښتي، چې د خراب امنیتي وضعیت له امله دې ژر تر ژره له دې هېواده ووځي.

یاد سفارت نن سه‌شنبه د وی‌چټ له لارې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د ایران او اسرائیلو اشغالګرو ترمنځ شخړه لا هم دوام لري، ملکي تاسیسات زیانمن شوي او د ولسي تلفاتو شمېر ورځ تر بلې زیاتیږي.

سفارت له چینایي اتباعو غوښتنه کړې، چې د اردن پر لور د وچې له لارې له اسرائیلو ووځي، ځکه چې د دغه هېواد هوايي حریم لا هم تړلی دی او د هوا له لارې سفر ممکن نه دی.