ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسرائیلو نړیوالې رسنۍ او ټولنیزې پاڼې سانسور کړې دي

اسرائیلي رژیم نړیوالې رسنۍ او ټولنیزې پاڼې سانسور کړې دي.

په تل‌ابیب، اشغال شوي قدس او نورو اشغالي سیمو کې د عربي رسنیو په ګډون د نورو نړیوالو رسنیو نشرات هم سانسور شوي دي.

دغه راز ایراني رسنیو ادعا کړې، چې په تل‌ابیب او نورو ښارونو کې د یوټیوب او انسټاګرام ژوندي نشرات هم حذف شوي دي.

له دې وړاندې د صهیونیستي رژیم پوځ د ایران د توغندیو لګېدو له سیمو څخه د انځورونو اخیستل منع کړي و او دا یې په «جنګي شرایطو کې له دښمن سره مرسته» بللې وه.