د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له ۱۴ ملي او نړیوالو موسسو سره د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې یادو هوکړه لیکونو موخه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کوچنیو سوداګریزو چارو اقتصادي پیاوړتیا، ظرفیت جوړونه، د کورنیو اقتصاد پراختیا او د تخنیکي متشبثینو د مهارتونو لوړول دي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې د یادو هوکړه لیکونو له مخې، ټاکل شوې موسسې به په ۱۱ ولایتونو کې د شاوخوا لس میلیونه، ۶۴۰ زره او ۱۴۸ امریکایي ډالرو په ارزښت بیلابیلې پروژې پلي کړي.
د یاد وزارت په وینا، د دغو پروژو له لارې به نږدې ۲۹ زره کورنۍ په مستقیم ډول له اقتصادي ګټو برخمنې شي.