د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت په یوې خبرتیا کې ویلي، چې په ټولنیزو رسنیو کې ګواښ، سپکاوی او د مستعارو او شخصي ادرسونو له لارې خلکو ته ستونزې او اذیت جوړول، قانوني جرم دی او د یاد وزارت لخوا د تعقیب او قانوني چلند وړ دی.
یاد وزارت زیاته کړې، هیله ده چې هیڅوک ټولنیزې رسنۍ په ناسم ډول و نه کاروي.
د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وایي، لکه څنګه چې ټولنیزې رسنۍ د کره معلوماتو، زده کړو، سوداګرۍ او عامه پوهاوي لپاره دي، نو باید همدا موخې پکې تعقیب شي.