ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان بانک: په خصوصي بانکونو کې د هېوادوالو پر امانتونو د محدودیتونو کچه راټیټه شوې ده

د افغانستان بانک وايي، چې په خصوصي بانکونو کې یې د هېوادوالو پر امانتونو او نغدي تضمینونو د محدویتونو کچه راټیټه کړې ده.

د ا فغانستان بانک لوی رییس نور احمد اغا وايي، هغه کسان چې پر افغانیو حساب لري د اونۍ ۳۵۰ زره او د میاشتې یو میلیون، له ډالري حساب څخه هره اونۍ ۵ زره او د میاشتې تر ۱۵ زره امریکایي ډالرو او له شرکتي حسابونو څخه د ۲۰ سلنه پیسو ایستلو اجازه ورکړل شوې ده.

د چارو شنونکي د افغانستان بانک دا ګام د بانکي سکټور د ودې او پیسو لېږد رالېږد په موخه ګټور ګڼي او وايي، چې په دې سره د بانکونو او مشتریانو تر منځ د باور فضا لا پیاوړې کېدای شي.

یو شمیر افغان پانګه‌وال بیا د افغانستان له بانک څخه په بشپړه توګه د محدیتونو د لرې کولو غوښتنه کوي او وايي، چې له مخې به یې د پانګونې په برخه کې لا اسانتیاوې رامنځته شي.