د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر له څو تنو پانګوالو او سوداګرو سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې، د سوداګرو او پانګوالو د فعالیتونو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.
یادو پانګوالو او سوداګرو د پانګونې لپاره اوسني فرصتونه مناسب وبلل او ویې ویل، چې د اسلامي امارت په واکمنۍ کې د پانګونې کچه لوړه شوې ده او تمه ده چې دا لړۍ لا پرمختګ وکړي.
دوی د سوداګرۍ پر وړاندې بانکي بندیزونه خنډ بللي او غوښتنه یې وکړه، چې اسلامي امارت دې سوداګرو ته د مالیاتو د ورکړې په برخه کې بدیلې لارې او د مالیاتو پر کچه بیاکتنه وکړي.
همدارنګه دغه سوداګرو د خپلو یو شمېر ستونزو د حل په موخه خپل وړاندېزونه له ښاغلي وزیر سره شریک کړل.
مولوي عبدالکبیر سوداګرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د اسلامي نظام د هڅو په پایله کې کاروبار او سوداګرۍ ته ښه زمینه برابره شوې ده او اسلامي امارت هڅه کوي، چې پانګوالو او سوداګرو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې ښايي ستونزې وي، خو امارتي ادارې د ننګونو او خنډونو د له منځه وړلو مسوولیت لري او په دې برخه کې هڅې کوي.