ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلامي امارت په افغانستان کې د قزاقستان د ځانګړي استازي د ټاکلو پرېکړه ستایلې

اسلامي امارت د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر له لوري د ځانګړي استازي د ټاکلو پرېکړه ستایلې او هیله یې ښودلې، چې په دې سره به د کابل-استانې دوه اړخیزې اړیکې لا وغوړیږي.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف، یرکېن توکوموف د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی.

نوموړی وړاندې له دې د قزاقستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د ستراتیژیکو څېړنو د مرکز رییس و، چې د روان لمریز کال په وري میاشت کې کابل ته هم راغلی و او د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو سره یې د دوه اړخیزو اړیکو په تړاو کتنې کړې وې.

د افغانستان-قزاقستان په اړیکو کې دا مهم پرمختګ یادیږي، خو غوښتنې دا دي، چې دواړه لوري باید په هره برخه کې د باور فضا جوړولو لپاره هر اړخیزې هڅې وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د رسمي معلوماتو له مخې، افغانستان او قزاقستان تېر لمریز کال د ۴۸۲ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه کړې وه، چې د ۵۱ میلیونه ډالرو په ارزښت یې صادرات او د ۴۳۱ میلیونه ډالرو په ارزښت یې واردات جوړوي.