ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي قدرت الله جمال د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی ریاست څخه لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی ،مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال د يوه پلاوي په ملتیا د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی ریاست څخه د ادارو ترمنځ د همغږۍ، همکارۍ او د ګډو اهدافو د تحقق په موخه لیدنه وکړه.

 په دې ناسته کې د جهادي ارزښتونو د عمومي ریاست رییسانو، امرینو او مسوولینو ګډون درلود.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې په لیدنه کې دواړو لوریو د جهادي ارزښتونو د ساتنې او د ملي هویت د پیاوړتیا په برخه کې د دوامدارې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

 د لیدنې په ترڅ کې ښاغلي جمال د جهادي ارزښتونو د ساتنې او مستندولو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل، دا ارزښتونه د هېواد د تاریخ، هویت او د اشغالګرو پر وړاندې د افغان غيور ملت د جهاد او مقاومت ښکاره بېلګې دي.

دغه‌راز نوموړي د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی رياست مسوولينو ته د تاريخي اسنادو د راټولولو او د جهادي موزيمونو د تنظيم په اړه يو لړ سپارښتنې وکړې او د هر ډول همکارۍ ژمنه يې ورسره وکړه.