ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د ترکیې له سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ایرګین‌ای سره د مخه ښې ناسته وکړه.

په دې لیدنه کې کابل کې د ترکیې سفیر ویلي، چې افغانستان کې یې د سفیر په توګه ‌‌‌‌‌‌ډيپلوماتیک ماموریت پای ته رسېدلی دی.

ښاغلي جهاد ایرګین‌ای افغانستان کې پر خپل خدمت خوښي څرګنده کړې او کابل کې د ترکیې له سفارت سره یې د اسلامي امارت د همکاریو او امنیت ټېنګښت له امله مننه کړې ده.

ښاغلي سفیر له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې له دې دندې وروسته به هم د افغانانو ستونزو د حل لپاره کار وکړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د ترکیې سفیر د بریالي ماموریت له امله مننه کړې او د هېواد د یو شمېر رغنیزو پروژو په بیا پیل کې یې د جهاد ایرګین‌ای هڅې ستایلې دي.

نوموړي ویلي، چې افغانستان او ترکیه ګډ اوږد تاریخ لري او اسلامي امارت هڅه کوي، چې د ترکیې له حکومت سره نېږدې او مثبتې اړیکې وپالي.

نوموړي د ترکیې له سفیر غوښتي، چې ترکي سوداګر او پانګوال دې وهڅوي تر څو افغانستان کې پانګونه وکړي او اسلامي امارت چمتو دی چې هغوی ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

په پای کې ښاغلي مولوي عبدالکبیر جهاد ایرګین‌ای ته په راتلونکو دندو او ژوند کې د بریا هیله کړې ده.