ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سپاه پاسداران: “د فتاح نومي” توغندیو د ایران د اقتدار پیغام تل‌ابیب ته ورساوه

د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، تېره شپه د “وعده صادق ۳” عملیاتو یوولسم پړاو د “فتاح” نومي د توغندیو په وسیله ترسره شو.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د لومړۍ نسل “فتاح” توغندیو د اسرائیلو دفاعي سیستم له لارې تېر شوي او د صهیونیستي ځواکونو د پناه ځایونو پر ضد یې دقیق بریدونه کړي دي.

سپاه زیاتوي، چې دا بریدونه د ایران د قدرت څرګندونه کوي او دا پیغام یې تل‌ابیب ته ورساوه، چې د سیمې جګړه‌پال متحدین به نور د ایران له غبرګونونو خوندي پاتې نه شي.

دغه‌راز په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې ایران د اشغالي خاورې په فضا بشپړ واک موندلی او اوسېدونکي یې د توغندیزو بریدونو پر وړاندې بې‌وسه دي.