ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د تورخم بندر له لارې د ۱۳ مټریک ټنه خوسا شویو کچالانو د واردولو مخه نیول شوې

د ننګرهار کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د تورخم بندر نباتي قرنطین مدیریت کارکوونکو له پاکستان څخه افغانستان ته ۱۳ مټریک ټنه واردېدونکي خوسا شوي کچالو بېرته ګرځولي دي.

د دغه ریاست رییس محمد ولي محسن وايي، تر دې وړاندې یې هم د سلګونه مټریک ټنه بې کیفیته محصولاتو د واردېدو مخه نیولې.

په ورته مهال د ننګرهار ولایت اوسېدونکي د کرنې ریاست دغه چاره ستايي او د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه کوي.

همدارنګه دوی له سوداګرو غوښتي، چې باکیفیته محصولات وارد کړي، ترڅو هېوادوال له روغتیایي او معیاري خوراکي توکو څخه استفاده وکړي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم څو ځلي د ننګرهار کرنې ریاست کارکوونکو د پاکستان هېواد څخه واردیدونکي خوسا او بي کیفیته محصولات یاد هېواد ته ورګرځولي دي.