ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ترکمنستان له افغانستان سره خپلې ټرانسپورټي او ټرانزیټي همکارۍ پراخوي

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر ملا حمیدالله اخوندزاده په کابل کې د ترکمنستان له سفير خواجه عوضوف سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو ټرانسپورټي اړیکو پر پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد او رالېږد په ډېروالي او افغان موټرچلوونکو ته د ویزو د ورکړې پر اسانتياوو خبرې وشوې.

ملا حمیدالله اخوندزاده ویلي، په افغانستان کې تر بل هر وخت دا زمينه برابره ده، چې د کابل او عشق‌اباد ترمنځ همکاري لا زیاته او پراخه شي.

همداراز د ترکمنستان سفیر په دې لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې غواړي په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول ټرانسپورټ کې له افغانستان سره خپلې همکاري لا پیاوړې کړي.