ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلامي امارت د چین-منځنۍ اسیا په دویمه غونډه کې د افغانستان په اړه د مثبتو څرګندونو او دریځ هرکلی کړی

اسلامي امارت د چین-منځنۍ اسیا په دویمه غونډه کې د افغانستان په اړه د مثبتو څرګندونو او دریځ هرکلی کړی دی.

د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت په یوه غږیز کلیپ کې ویلي: “په استانه کې د چین-منځنۍ اسیا په دویمه سرمشریزه کې د چین، اوزبیکستان او قرغیزستان د ولمسشرانو په شمول د یادې سرمشریزې نورو ګډونوالو، چې د افغانستان په اړه مثبت موقف او رغنده نظرونه وړاندې کړي او په افغانستان کې یې د امنیت، اقتصادي ټیکاو او پرمختګونو څخه ملاتړ اعلان کړی او د همکاریو ژمنې یې کړې دي، موږ د دوی د دې دریځ ستاینه او قدرداني کوو.”

نوموړي زیاته کړې، له خپله اړخه ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوو، چې افغانستان به د سیمې د یوه مهم په هېواد په توګه په سیمه‌ییز ثبات او اقتصادي اتصال کې خپل رول ادا کوي.

د ښاغلي فطرت په وینا، دا یو واقعیت دی، چې د افغانستان ثبات او امنیت د ټولې سیمې لپاره مهم دی او باید ټول هېوادونه له افغانستان سره اړیکې او اقتصادي همکارۍ لا پراخه کړي او له شته ثبات او پرمختګونو څخه ملاتړ وکړي.