د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې لوی رییس ملا نورالدین ترابي د بادغیس د اداري چارو له لیدلو وروسته د فاریاب له اړوند ریاست څخه لیدنه کړې او د یاد ولایت له والي سره یې کتلي.
ښاغلي ترابي په فاریاب کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست د کارکوونکو ستونزې، وړاندیزونه او مشورې اورېدلې او دوی یې پر وخت د اغیزناکو خدمتونو وړاندې کولو ته هڅولي دي.
نوموړي د ولایتي ریاست له بېلابېلو برخو لیدنه کړې او د چارو د لا اغیزمنتیا په موخه یې اړوند کارکوونکو ته اړینې لارښوونې کړې دي.
ولایتونو ته د ملا نور الدین ترابي د سفر موخه د ولایتي کارکوونکو د نظرونو، ستونزو او وړاندیزونو اورېدل؛ د دفترونو تنظیمول، منظم کاري چاپیریال رامنځته کول، د ولایت له مقام سره د بشپړې همغږۍ رامنځته کول، د اسنادو د ارشیف په ښه توګه تنظیمول، د معیاري ګدامونو جوړول، د نیمګړتیاوو پوره کول او د وقایوي پروژو پلي کول دي.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې لوی رییس د فاریاب له والي عبدالاحد فضلي سره هم کتلي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د پېښو د مدیریت پر څرنګوالي، زیانمنو خلکو ته پر وخت رسېدنې او د خطرونو د کمولو لپاره د وقایوي پروژو پر پلي کولو بحث کړی.
په پای کې ملا نور الدین ترابي کارکوونکو ته د ښه چلند، پر وخت او بې له ځنډه د کارونو کولو، د بیتالمال په ښه توګه ساتلو او اداري اصولو مرعاتولو سپارښتنه کړې او له دوی یې غوښتي، چې د خلکو خدمتګاران واوسي او د هېواد د پرمختګ لپاره له خپلې مسلکي پوهې څخه ګټه واخلي.