ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د یوه ترکي شرکت له مسولینو سره د مولوي حمدالله نعماني لیدنه؛ پر ستراتیژیکو همکاریو خبرې شوې

د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني پخپل کاري دفتر کې د ترکيې د اېلکېپای (ILKYPI) ساختماني شرکت له رییس عبدالله شورش سره کتلي.

مولوي حمدالله نعماني د یاد شرکت مسولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په افغانستان کې د ساختماني چارو پر کیفیت او سټنډرډونو خبرې کړې او د ښاري پراختیا، پانګونې او بنسټیزو ودانیزو چارو پروژو په اړه یې معلومات وړاندې کړي دي.

د یاد ترکي شرکت رییس ویلي، چې په صنعتي تاسیساتو، مسکوني او سوداګریزو پروژو، تعلیمي او تحصیلي پروژو، مسجدونو، فولادي ساختمانونو او نورو اړینو برخو کې د پام وړ تجربه لري.

نوموړي زیاته کړې، غواړي افغانستان کې د ځینو پروژو تړونونه تر لاسه او پانګونه وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزیر د وزارت د مسلکي ټیم په ملتیا دوی ته لارښوونه کړې، تر څو د کابل ښار په مکروریانو، خوشحال‌ خان مېنه او نیله ‌باغ سیمو کې موجوده سیمې وګوري او ارزونه یې وکړي.

د ښاغلي نعماني په خبره، اوس‌مهال په دې سیمو کې د سوداګریزو مارکېټونو او عصري استوګنیزو کورونو د جوړولو طرحې تر غور لاندې دي.

مولوي حمدالله نعماني ټینګار کړی، چې د ښاري پراختیا انډولیزې پراختیا او جوړښت ته ژمن دي او هڅه کوي، چې له ملي او نړیوالو پانګه‌والو سره د متقابل باور پر بنسټ تلپاتې او پرمختللې همکارۍ او اړیکې ولري.

د غونډې په پای کې دواړو لوریو د ګډو همکاريو د دوام او مشخصو طرحو د ترتیب ژمنه کړې ده.