د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د کابل ولایت مقام له اړوند رییسانو، د ۱۴ ولسوالیو له ولسوالانو او د کورنیو او بهرنیو موسسو له استازو سره د همغږي غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د ګډونوالو ستونزې او وړاندیزونه اورېدل شوي او د حل ډاډ ورکړل شوی دی.
شیخ محمد قاسم خالد ویلي، چې اسلامي امارت د ټولو افغانانو حقونو ته ژمن دی او هڅه کوي، چې ولسونو سره راټول او یو موټی کړي.
ښاغلي خالد همدا راز اسلام، نظام او هېواد ته کارکوول خپل مسولیت بللي او ټینګار یې کړی، چې په هره برخه کې به هېواد ته پرمختګ ورکوي.
د کابل والي د بهرنیو او کورنیو موسسو پر استازو ټینګار کړی، تر څو په مرستو کې شفافیت رامنځته کړي او د کار په مقابل کې د مرستو ویش لړۍ پیل کړي.
شیخ محمد قاسم خالد د امنیت ټینګښت په برخه کې موسساتو ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره هېواد کې سرتاسري امنیت ټینګ شوی او اوس مهال بهرنۍ او کورنۍ موسسې پرته له ویرې فعالیت کولای شي.
په یاده غونډده کې په بېلابېلو برخو کې پر خپل منځي همغږي ټینګار شوی دی.