د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري له سپوټنیک خبري اژانس سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د اسلامي امارت چارواکي د ټاپي پروژې پلې کېدو په برخه کې قوي اراده او انګېزه لري.
ښاغلي نظري زیاته کړې، چې د افغانستان اوسني امنیتي وضعیت د دې پروژې پلې کېدو په برخه کې شتنه خنډونه له منځه وړي دي.
نوموړي هیله ښودلې، چې په سیمه کې د کړکېچ له کموالي سره به د ټاپي پروژې پلې کېدو لپاره کوټلي ګامونه واخېستل شي.

