چې هېواد کې پر خپلې پانګونې وطنوالو ته کاري زمینه برابره کړي، اسلامي امارت په دې برخه کې له ټولو پانګوالو او سوداګرو سره هراړخیزه همکاري کوي.
د ریاست الوزرا دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند او د کندز ولایت له یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره لیدنې پر مهال په بېلابېلو برخو کې د دوی ستونزې، غوښتنې او وړاندېزونه اوریدلي.
د ریاست الوزرا د دفتر لوی ریاست د سیاسي او ولسي چارو رییس مولوي ګلزار احمد حقاني راغلو سوداګرو او پانګوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، د روغتیا، کرنې او خصوصي سکتور په ګډون هره برخه کې د پانګونې او سوداګرۍ لپاره د امنیت تامین اړین دی، چې دا مهال په افغانستان کې سرتاسري امنیت تامین او تر بل هر وخت زیاته پانګونې ته زمینه برابره شوې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند د یادې خونې د لاسته راوړنو او ستونزو په اړه د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ته هر اړخیز معلومات ورکړي.
یادو سوداګرو او پانګوالو د ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو د اورېدو په موخه د اړوندو ادارو ترمنځ پر همغږۍ او همکارۍ ټینګار کړی.
نوموړو په شېرخان بندر کې د نورم و سټنډرډ ادارې او معیاري هنګرونو جوړولو او په یاد بندر کې د ګمرکي تعرفې د لوړوالي له امله د اېسارو شویو سکرو ډبرو د کیفیت خرابېدو مخنیوي په موخه د اسلامي امارت ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې.
د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د دوی د ستونزو، غوښتنو او وړاندېزونو له اورېدو وروسته، د افغان سوداګرو او پانګوالو مننه کړې، چې د هېواد د ښېرازۍ، ځان بسیاینې او هېوادوالو د هوساینې لپاره کار کوي.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت ته د هېواد ټول سرحدونه مهم او حیاتي دي، دا چې د افغانستان اقتصاد په تېرو څو لسېزو کې د جنګونو له امله زیانمن شوی، اسلامي امارت دې برخې ته جدي پاملرنه کوي.
ډاکټر ملا عبدالواسع څرګنده کړې، اسلامي امارت د هېواد او ولس د بهبود او هوساینې لپاره نهایي کوشش کوي.
دغه راز له ټولو پانګوالو او سوداګرو غواړي، چې هېواد کې پر خپلې پانګونې وطنوالو ته کاري زمینه برابره کړي، اسلامي امارت په دې برخه کې له ټولو پانګوالو او سوداګرو سره هراړخیزه همکاري کوي.