ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سټنډرډ عالي شورا د نفتي توکو په برخه کې ۵۷ سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې دي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سټنډرډ عالي شورا څلورمه فوق‌العاده غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۳۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، دا فوق‌العاده غونډه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله شیخ صاحب د دې حکم پر بنسټ چې: «سټنډرډ ملي اداره او د بې کیفیته تېلو د مخنیوي هییت په ګډه افغانستان ته د واردېدونکو تېلو لپاره په لسو کاري ورځو کې نوی نورم جوړ کړئ او موږ ته یې راولېږئ.» جوړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، په هېواد کې د اقتصادي ثبات او د عامو هېوادوالو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه اسلامي امارت د بې‌کیفیته وارداتو د کنټرول لپاره یو لړ مهم او ګټور ګامونه پورته کړي دي.

ښاغلي برادر ویلی، چې دا هڅې نه یوازې د داخلي بازار کیفیت ته وده ورکوي، بلکې د مصرف کوونکو باور هم پياوړی کوي.

دغه‌راز نوموړي د معیار او کیفیت ارزښت ته په اشارې سره زیاته کړې، اقتصادي ثبات ته د رسېدو او پر ځان بسیا افغانستان لپاره معیار او کیفیت بنسټیز ارزښتونه دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، معیاري کول نه یوازې د صنعت، سوداګرۍ، کرنې او تولیداتو د کیفیت تضمین کوي، بلکې دا د صادراتو زیاتولو، د مصرف کوونکو د حقوقو خوندیتوب او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي لپاره یوه حیاتي اړتیا ده.

د ملا عبدالغني برادر اخوند په خبره، د افغانستان اسلامي امارت د سټنډرډ عالي شورا له لارې هڅه کړې، چې د هېواد په کچه د معیارونو په برخه کې منظمې پالیسۍ جوړې او یو همغږی، شفاف او د اعتبار وړ سیسټم رامنځته کړي، څو د هېواد ټول سکټورونه ترې ګټه واخلي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د سټنډرډونو د تطبیق کمېټې ته سپارښتنه کړې، څو د سټنډرډ عالي شورا له لوري تصویب شوي سټنډرډونه او د ازمایښت کړنلارې په ښه ډول تطبیق کړي.

همداراز خصوصي سکټور ته هم سپارښتنه شوې، څو په خپلو تولیداتو او وارداتو کې معیارونو او د سټنډرډ عالي شورا له لوري د تصویب شوو سټنډرډونو تطبیق ته جدي پاملرنه وکړي او خپل راپور دې د ریاست‌الوزرا له اقتصادي معاونیت سره شریکوي.

د سټنډرډ عالي شورا په نننۍ فوق‌العاده غونډه کې د نفتي توکو په برخه کې شپږ سټنډرډونه او ۵۱ ازمایښتي کړنلارې تصویب شوې دي.

 دغه سټنډرډونه د ډیزلو، پټرولو، مایع ګاز او پایدار کاندنسات ګاز اړوند دي، چې تصویب یې د نفتي توکو د کیفیت د لوړولو په لور مهم ګام بلل کېږي.