فراه ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ۱۴۰۲ کال د کانکور ملي ازموینې عمومي اول نمره د یاد ریاست رییس محمد عبدالحي سباوون، علماوو شورا غړي، فراه د لوړو زده کړو موسسې رییس، پوهنې ریاست مرستیال، ځوانانو چارو امر، یو شمېر اداري کارکونکو او خبریالانو په شتون کې ستایل شوی.
د فراه ولایت د علماوو شورا غړي شیخ ګل محمد د حافظ محمود منصوري، پتمنې کورنۍ، ټولو هېوادوالو او په ځانګړې توګه فراهي ویاړلي ولس ته، د دې ستر ویاړ د مبارکې ترڅنګ په زده کړو، پوهې، عبادت، دندو او نورو اړوند چارو کې پر کره معیار باندې ټینګار کړی.
نوموړي زیاته کړې؛ د دې مقام لاسته راوړل یوازې د یوې کورنۍ او ولایت نه، بلکې د ټول هېواد سرلوړی دی، زموږ هر ځوان باید تر بل هر وخت زیات د هېواد د راتلونکي او سرلوړي لپاره لا زیاتې هڅې او زیار وباسي.
د فراه اطلاعاتو او کلتور رییس محمد عبدالحي سباوون بیا د ۱۴۰۲ کال د کانکور ملي ازموینې عمومي اول نمره ښاغلي منصوري ته د مبارکې ترڅنګ ویلي؛ هيله مې داده، ترڅو نور ځوانان هم د نوښت په فکر کې واوسي، ځکه د یاد مقام لاسته راوړل د نوښت او پرمختګ لومړی ګام دی.
د کانکور ملي ازموینې عمومي اول نمره په خپلې کامیابۍ خوښي ښودلې او د افغانستان له ټولو ځوانانو څخه یې غوښتي، چې د خپل ځان او هېواد لپاره یو شیبه هم له زده کړې او پوه څخه مه لرې کېږئ.