د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ، د وزارت د مرستیالانو، د مقام د دفتر لوی رییس، مرکزي رییسانو او مشاورینو په ګډون د رهبرۍ بورډ ۱۵مه ناسته وشوه.
د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په دې ناسته کې د پلي کوونکو موسسو له لوري د وړاندې کېدونکو خدمتونو د کیفیت لوړولو، نوې ودانۍ ته د سرطاني ناروغیو د درملنې روغتون انتقال، د ولسوالیو په کچه د عمومي روغتونونو د جوړېدو د چارو چټکتیا، له خصوصي سکټور سره ګډ نظارت، روغتونونو ته د اعتبار سندونو ورکولو، روغتیايي کارکوونکو ته د جوازونو د وېش، تدارکاتي چارو چټکتیا او د ادارو تر منځ د لا زیاتي همغږۍ په اړه خبرې شوي دي.
مولوي نور جلال جلالي د یادو موضوعاتو د غوره پلي کولو لپاره بېلابېلې تخنیکي کمېټې ګمارلي، تر څو دې چارو ته پر وخت او سمه توګه رسېدنه وشي.
همداراز، د وزارت مرستیالانو او مرکزي رییسانو د هغو مسولیتونو په اړه خپل راپورونه وړاندې کړي، چې د رهبرۍ شورا لهخوا په تېره ناسته کې ورسپارل شوي وو او ټینګار شوي، چې یادو چارو ته باید پر ټاکلي وخت رسېدنه وشي.

