جوزجان کې د لومړي ځل لپاره د غنمو د پروسس ماشین په کار پیل وکړ.
دا ماشین به هره ورځ شاوخوا پینځه ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه پروسس کوي.
د یاد ماشین د پرانیستې په مراسمو کې ګڼو ځايي چارواکو او بزګرانو ګډون کړی و.
په یادو مراسمو کې د جوزجان مرستیال والي مولوي نورالدین عمیر ویلي، چې د دې ماشین د چارو پیل جوزجان کې د کرنې د ودې او پرمختګ لپاره یو اغیزمن ګام دی.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې د بزګرانو د ملاتړ او هڅونې او د کرنې د پراختیا په موخه به لا زیاتې هڅې وکړي.
دغه راز له بزګرانو سره یې ژمنه کړې، چې ستونزو ته به یې پر وخت رسېدنه کېږي او تل به یې ملاتړ کېږي.
د یاد ولایت د دولتي تخمونو شرکت استازي ویلي، چې هېواد کې د اسلامي امارت له بریا وروسته د لومړي ځل لپاره د مالیې وزارت او دې ولایت کې د تخمونو دولتي شرکت په هڅو یاد ماشین په کار پیل وکړ.
د یاد استازي په وینا؛ په ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ کلونو کې د سرپل او جوزجان ولایتونو پر بزګرانو د غنمو شاوخوا ۸ ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي، چې د پخوا پر نسبت یې زیات حاصلات ترلاسه کړي دي.
مسولین وايي، چې دا ماشين هره ورځ د شاوخوا پینځه ټنه غنمو د پروسس وړتيا لري او د تخمونو په برخه کې د کروندګرو د لېوالتيا په زياتېدو سره به د غنمو د پروسس کچه هم زياته شي.
له بل لوري د یاد ولایت بزګران د اسلامي امارت له نه ستړو کېدونکو هلو ځلو مننه کوي او د کروندګرو د ملاتړ او کرنې د ودې په برخه کې یې هڅې ستايي.
دوی له ټولو بزګرانو غوښتي، چې د حاصلاتو د ښه والي په موخه دې له اصلاح شویو تخمونو څخه ګټه واخلي.