د عامې روغتیا وزارت له لوري د خوراکي توکو، درملو او روغتیایي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون د معرفي کولو په موخه ځانګړې غونډه وشوه.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور، د کابېنې غړو، د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د وزارت مرستیالانو، عمومي رییسانو، د بېلابېلو وزارتونو، ادارو او د لایف پرل (Life Pearl) د درملو تولیدي شرکت مسولینو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
شیخ نور الحق انور یاد قانون د مرضونو مخنیوي او شفافیت رامنځته کېدو برخه کې مهم بللی او د درملو واردونکو او تولیدونکو ته یې سپارښتنه کړې، چې کیفیت او معیار ته پاملرنه وکړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د بې کیفیته درملو واردونکو او تولیدونکو سره هېڅ ډول ترحم په کار نه دی او باید سخته سزا ورکړل شي.
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي یاد قانون د خوراکي توکو، درملو او روغتیایي محصولاتو د قاچاق مخنیوي برخه کې مهم بللی او پر ښه پلي کولو یې ټینګار کړی دی.
ښاغلي جلالي ویلي، د دغه قانون په ښه پلي کېدو سره به د خوراکي توکو، درملو او روغتیایي محصولاتو په کیفیت کې د پام وړ ښه والی راشي، نرخونو به کنټرول او په ټولنه کې به د ناروغیو د کمښت او اقتصادي پیاوړتیا سبب وګرځي.
دغه راز د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد د یاد قانون د اهمیت او ارزښت په اړه هر اړخیزه وینا کړې او د باکیفیته درملو پر واردولو او تولیدولو یې ټینګار کړی دی.
نوموړي همداراز، یاد قانون د اسلامي امارت یوه ستره لاسته راوړنه بللې، چې د فساد په مخنیوي او شفافیت رامنځته کولو کې به ځانګړی رول ادا او د خوراکي توکو، درملو او روغتیایي محصولاتو معیارات به خوندي کړي.
په یاده غونډه کې د خوراکي توکو، درملو او روغتیایي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون تشریح او د (GMP) معیار د اهمیت او ارزښت په اړه د هر اړخېزو معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ لایف پرل د درملو تولیدي شرکت مسولینو ته د چارو ادارې لوی رییس او د عامې روغتیا وزیر په لاسونو د (GMP) تصدیق پاڼه ورکړل شوه.

