ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

روزګان والي: د افغانیو ترویج برخه کې پیل شوې مبارزه به دوام ولري

د روزګان والي مولوي محمد علي جان احمد د دولتي ریسانو په ګډون د ولسوالانو، امنیه قوماندانانو او د استخباراتو د مسوولینو سره لیدنه کې سپارښتنه کړې، چې دې ولایت کې د افغانیو ترویج برخه کې به پیل شوې مبارزه همداسې روانه وساتي.

نوموړي ویلي، د همدې پروسې لپاره باید په ولسوالیو کې یوه کمېټه جوړه او د هغې له لارې خپلې چارې مخې ته یوسي.

مولوي محمد علي جان احمد سپارښتنه کړې، چې د یادې پروسې د بشپړ بریالیتوب لپاره باید د ولایت په لرو پرتو سیمو کې د عامه پوهاوي کمپاینونه ترسره شي او وروسته د بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه پای ته ورسېږي.

ښاغلي احمد ویلي، هېواد کې د افغانۍ کمښت نشته او په هر څومره افغانۍ چې اړتیا وي د افغانستان بانک یي په پوره کولو کې ژمنتیا لري.