د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري فصيح الدين فطرت د هېواد شمال ختيځ زون ته د خپل رسمي سفر په دوام بدخشان ته تللی هلته یې په ستره ولسي راټولیدنه کې ګډون او وينا کړې.
د وسله وال پوځ لوی درستیز د یوې پرمختللې او باثباته ټولنې د رامنځته کېدو په اړه خبرې کړي او ویلي يي دي؛ هوښیار او متمدن ملتونه د قومي مسایلو، ژبه، سمت په غوړولو کې د دښمن له بې کفایتۍ سره سره هېڅکله د دښمن د دسیسو ښکار نه کیږي.
نوموړي ویلي، پردي هڅه کوي چې زموږ خلک سره جلا او په بیلابیلو نومونو بېل کړي.
قاري فصيح الدين فطرت د امنیت د تامین او په ټولنه کې د نظم د رامنځته کولو په برخه کې د اسلامي امارت د فعالیتونو په وړاندې د نړۍ د هېوادونو په غیر مسولانه دریځ نیوکه کړې.
همداراز ستر درستیز د ټولو قومونو سوله ایز ژوند د مسلمانو وروڼو په توګه په اوسني نظام کې یو نه بېلیدونکی عنصر بللی او خلکو ته یې د دې کلتور د پیاوړتیا ډاډ ورکړی.