ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال: له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې ملاتړ ته دوام ورکوو

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال او د افغانستان لپاره ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره لیدنه کړې

په دې لیدنه کې افغانستان کې د امنيت ټينګښت، اقتصادي پياوړتيا، له غيرې قانوني وسله‌والو افرادو او مخدره توکو سره مبارزې، د اسلامي نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د اړيکو، هيواد ته د نړۍ بېلا بيلو هېوادونو د علماء کرامو د پلاوي وروستي سفر پر پایلو او نورو موضوعاتو خبرې شوې.

مولوي امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان له غړو هېوادونو سره اړيکو ته په اشارې ویلي، چې اسلامي امارت له اسلامي هېوادونو سره په فرهنګي، سياسي، اقتصادي او تعليمي ډګرونو کې د اړيکو پياوړتيا او د مشترکو ګټو د تحقق او ګډو ننګونو ته د حل لارې موندلو په پار رغنده تعامل ته ځانګړی ارزښت ورکوي.

ښاغلي طارق علي بخيت، د اسلامي نړۍ د علماوو پلاوي د ښه کوربه توب له امله له اسلامي امارت څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې د اسلامي همکاريو سازمان له اسلامي امارت سره پر مثبت تعامل باور لري او په بېلا بيلو برخو کې به د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.