ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي د عامه ذهنیتونو روښانتیا په موخه د فرهنګپالو ستاینه کړې

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان اسلامي امارت یو شمېر فرهنګپالو سره لیدنه کړې.

فرهنګپالو د اسلامي امارت په بریا او بیا واکمنېدو خوښي ښودلې او ویلي يي دي، اوس هېواد له اشغالګرو څخه ازاد او سراسري امنیت تامین شوی دی.

نوموړو زیاته کړې، د افغانانو دښمنان د اسلامي امارت پرضد په ناسمو تبلیغاتو غواړي عامه افکار ګډوډ کړي، نو پر علماوو او فرهنګیانو لازمه ده چې د هغوی د دې عمل پر وړاندې فرهنګي فعالیتونه ترسره او په ټولنه کې د عامه افکارو د جوړښت هڅه وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت فرهنګپالو څرګنده کړې، چې په هېواد کې د اسلامي نظام د ټينګښت، د خلکو ترمنځ د یووالي او په ټولنه کې د ښو عامه افکارو په موخه به خپلې ټولې هڅې وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د افغانستان اسلامي امارت فرهنګي فعالینو سره په کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ خلکو ته د حقایقو رسولو او د عامه ذهنیتونو د روښانتیا په موخه د هغوی د کړنو او فرهنګي فعالیتونو قدرداني کړی.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، اسلامي امارت د زرګونه علماوو او مجاهدینو په وینو او د فرهنګي فعالینو په کوښښونو هېواد کې برقراره شو او د دې نظام د ټينګښت په موخه باید  هیڅ کوښښ درېغ نه کړو.