ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي نور جلال جلالي او د ترکیې سفیر لیدنه؛ د روغتیایي همکاریو او د افغان علمي کادرونو د ظرفیت لوړونې په اړه خبرې شوي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر ښاغلي جِنک اونال سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان او ترکیې تر منځ د روغتیایي همکاریو، د افغان علمي کادرونو د ظرفیت لوړونې، د کابل اتاترک

روغتون خدماتو پر پراختیا، د بېړنیو او اړمنو ناروغانو لپاره د ویزې اسانتیاوو برابرولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.

مولوي نور جلال جلالي د ترکیې د روغتیا په برخه کې له تل‌پاتو مرستو مننه کړې او دغه مرستې یې د افغانستان د روغتیا سکتور لپاره ګټورې بللي دي.